پترو پروشینکو د ډسمبر پر ۲۶مه په کیف کي د اوکراین د پوځي کابیني په غونډه کي وویل:
“سر له دوو بجو پوځي حالت ختمیږي. دا زما اصولي پریکړه وه چي د هېواد د روان امنیتي وضعیت د ټولو برخو د ارزوني لپاره مې کړې وه.”
وروسته له هغه چي روسیې درې اوکرایني کښتۍ او د هغو ۲۳ تنه عمله د کرچ تنګي ته نژدې ونیولي، د اوکراین ولسمشر د نوومبر پر ۲۶مه په هغه هېواد کي پوځي حالت اعلان کړ.
دا پوځي حالت د ۳۰ ورځو لپاره د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو تر واک لاندې سیمو په شمول د اوکراین په لسو سیمو کي اعلان سوی وو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون