راپور: مهتمم صالح
بل خوا د شکاياتو کمیسيون وايي، د لومړنیو پایلو وروسته ۱۶۳ شکايتونه ثبت سوي، چي ځيني شکايتونه د اسنادو او مدارکو سره یو ځای ثبت سوي دي.
صالحپه کندهار کي یو شمېر معترض نوماندان د دغه ولايت د شکاياتو کمېسيون مخته راټول سوي وه.
دوی ویل، که يې شکايتونو ته رسيدګي ونه سي، نو د دغه کمېسيون دروازه به وتړي.
دوی وايي، د شکاياتو کمېسيون ته يې ډېر شکايتونه کړي، خو هغوی د ټاکنو د کمېسيون سره لاس یو کړی او د دوی د شکایتونو پروا نه لري.
دوی ادعا کوي چي په درغليو تورن کسانو ته براعت ورکول سوی دی.
بلخوا د شکاياتو کمېسیون وايي، دوی د عدالت غوښتونکي دي، او د ټولو نوماندانو شکايتونه تر څېړوني لاندي دي.
د دغه کمېسیون مرستیال محمد اسماعيل رضايي وايي، د لومړینو پایلو د اعلان وروسته دوی ۱۶۳ شکايتونه ثبت کړي، چي ۱۰۳ په کندهار او ۶۰ يې په مرکز کي ثبت سوي دي.
رضايي وايي، ځيني شکايتونه د اسنادو او مدارکو سره يو ځای ثبت سوي دي.
د يادولو وړ ده، چي دغه معترضو نوماندانو د سه شنبې په ورځ د ټاکنو کمېسيون مخته خېمه ودرول او د دغه کمېسيون دروازه يې وتړل.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون