د کندهار د چاپیريال ساتني ریاست مسٔولين وايي، د هوا د ککړيتا د مخنيوي په موخه يې په دغه ولايت کي د بټیو خاوندانو ته د پوهاوي پرګرامونه پلي کړي دي

راپور: متهمم صالح

د دغه رياست رئیس وايي، دا مهال يې په کندهار کي ۱۵ حمامونه د ګاز سيسټم ته اړولي دي، چي راتلوونکي کال به په دغه ولايت کي ټول حمامونه د ګاز سيسټم ته واړوي.

د کندهار ولايت د چاپیريال ساتني رئیس د یوه خبري کنفرانس پر مهال وويل، په تېر يوه کال کي د چاپیريال ساتني رياست ښې لاسته راوړني لري.

د دغه ریاست رئيس امان الدين حميدي وايي، تر اوسه يې په ښار کي ۱۵ بابه حمامونه ګازي سيسټم ته اړولي او په راتلوونکي کال کي به په کندهار کي ټوله حمامونه ګازي سيسټم ته واړوي.

دغه راز حميدي وايي، د هوا د ککړتيا د مخنيوي په موخه يې د کندهار ولايت د ټولو بټيو مسولينو ته توصیه کړې ده، چي خپلو بټیو ته پلټران نصب کړي.

حميدي زياتوي، هڅه کوي، چي د ښار څخه د کولالانو کرې هم وباسي، او د اړونده ادارو په همکاري به په ښار کي د اقليم د بدلون مخه ونيسي.

حميدي وايي، په کندهار کي يې ۶۳ فافريکې پر معيار برابري کړي او د چاپیريال ساتني جوازونه يې ورکړی دي.

دغه راز دی وايي، ۵۰۰۰ د ښوونځيو زده کوونکو ، ۱۰۰ تنه د دولتي ادارو مامرينو، ۵۰۰ تنه د ولسواليو اوسېدونکو او ۱۴۰ تنو د ايرکنډېشن جوړونکو ته يې د چاپیريال ساتني په برخه کي زده کړي ورکړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...