ایراني رسنۍ وایي جیش العدل ډلي داسي انځورونه خپاره کړي دي چي په هغه کي ایراني عسکر ښکاري.
د رسنیو د راپورونو له مخي ۱۲ ایراني عسکر چي په هغه کي د سپاه پاسدارن غړي هم سته .
څو ورځي وړاندي د پاکستان او ایران ترمنځ له سرحدي سیمي وتښتول سول.
تر دې دمه ددغو عسکر درک نه دی معلوم سوی خو ایران تور پوري کوي چي جیش العدل به پاکستان ته تښتولي وي.
په همدې اړه ایراني چارواکو له پاکستان سره اړیکه نیولې ده او ویلي یې دي که دوی یې د عسکرو په پیدا کولو کي همکاري نه سي کولای نو ایران به د پاکستان په خاوره کي عملیات وکړي. ایران وايي دغه ډله په پاکستان کي پټنځایونه لري. خو پاکستان دغه تور رد کړی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون