سيمه او نړۍ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، پر سعودي عربستان د پوځي تجهیزاتو د خرڅلاو بندیز به دا معنی ولري چي امریکا ځان ته سزا ورکوي

   ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کي خبریالانو ته وویل، چي نوري لارې هم سته چي امریکا ترې ګټه پورته کولای سي، خو د جزیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه. ټرمپ زیاته کړه که امریکا پر سعودي وسلې بندي کړي، سعودي به یې له روسیې واخلي. ټرمپ یادې څرګندوني وروسته تر هغه کړي، چي امریکایي ډموکراټان وایي، که د خاشقجي ...

Read More »

جاپان له امریکا ۶۲ جنګي الوتکي اخلي

د رسنیو د راپورونو له مخي جاپاني حکومت ویلي چي د خپلي نظامي پياوړتیا او خپل هوايي حریم د ساتلو لپاره له امریکا ۶۲ ایف ۱۵ جنګي الوتکي اخلي. د جاپان حکومت ویلي چي دغه الوتکي به تر راتلونکو پنځو کلونو جاپان ته وسپارل سي. جاپان وايي د خپل دفاعي قوت د پیاوړتیا لپاره یې راتلونکې ۲۰۱۹ کال ته ۴۹ ...

Read More »

په اندونیزیا کي د سیلابونو راوتلو ۲۷ کسه وژلي دي

د راپورونو له مخي د اندونیزیا په یوه جزیره کي سیلاب راوتلی دی او د ښوونځیو د زده کوونکو په ګډون یې ۲۷ کسه وژلي دي. د اندونیزیا د بېړنیو پیښو چارواکو ویلي چي سیلاب په ناڅاپي توګه راوتلی دی او پر یوه ښوونځی ورغلی چي له امله یې ددغه ښوونځي زده کوونکو او څو نورو کسانو ته مرګ ژوبله ...

Read More »

د تاجکستان لومړی وزیر قاهر رسول زاده: د سیمي ثبات د افغانستان له وضعیت سره تړلی دی

د تاجکستان لومړي وزیر قاهر رسول زاده دا څرګندوني په پرون په دوشنبي کي د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډي ته د وینا پر مهال کړي دي. نوموړي ویلي چي د سیمي امن د افغانستان په امن او د سیمي ثبات د افغانستان په ثبات پورې تړلی دی. هغه زیاته کړې، چي هېواد یې په افغانستان کي د سولې او ...

Read More »

ټرمپ ویلي، چي په ترکیه کي د سعودي خبریال د لادرکه کیدو په اړه اندیښمن دی خو دی په امریکا کي د سعودي عربستان پر پانگه اچونه بندیزونه نه لگوي

ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کي خبریالانو ته وویل، چي ډیر ژر به په ترکیه کي د سعودي خبریال جمال خاشقجي د لادرکه کیدو په اړه ورته رپورټ ورکړل سي. ټرمپ خبریالانو ته وویل، سعودي عربستان په پوځي اکمالاتو او داسي نورو شیانو کي ١١٠ ملیارده ډالره سرمایه گزاري کوي چي دا په امریکا کي کارونه پیدا کوي. نوموړي زیاته ...

Read More »

اسراییلي ځواکونو پرون یو ځل بیا غزې تړانکي ته څیرمه ۷ فلسطینیان وژلي دي

 د غزې د روغتیایي سرچېنو په حواله ویل کیږي، چي په دې پیښه کي شاوخوا ۱۴۰ تنه نور ټپیان سوي هم دي. د اسراییل پوځ وایي، شاوخوا ۱۵زره سرتیرو یوه ډله مزاحمت جوړوونکي ویشتلي چي له خنډونو نه تیر سوي وو او د اسراییلي ځواکونو پر یوه پوسته یې برید وکړ. د فلسطیني روغتیایي سرچینو له قوله، له کله چي ...

Read More »

پاکستان په ۱۲ میلیارده ډالر پور اخیستو پسي مټي نغاړلي دي

د پاکستان لومړی وزیر وایي، هیواد به یې د پیسو له نړیوال وجهي صندوق او ملګرو هیوادونو د شاوخوا ۱۲ میلیارډ ډالرو مرستي غوښتنه وکړي، څو د خپلو پورونو ورکولو په برخه کي را ولاړي سوې ستونزي هواري کړي. عمران خان دغه څرګندوني په یوه ټلوېزیوني وینا کي کړي دي او وايي، چي د پاکستان د بودیجې کسر دا مهال ...

Read More »

امریکايي سناتورانو د افغانستان د رواني جګړې پر اوږدوالي او د امریکا پر بې پرواییو غبرګون ښودلی دی

دوی په افغانستان کي د امریکا روانه جګړه بې ضرورته بللې ده او په وینا یې د امریکایانو مالیات په داسي یوه جګړه لګول کېږي چي امریکا ته هېڅ ګټه نه لري. امریکایي سناتورې الیزابت وېرېن په یوه ټوېټ کي لیکلي دي، د افغانستان جګړه اتلسم کال ته د ننه سوه، سلګونه امریکایان پکښي ووژل سول، هر کال میلیاردونه ډالر ...

Read More »

اذربایجان وایي، د افغانستان د سولي په برخه کي هر ډول همکارۍ ته تیار دي

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر محمد یاروف د ایرو اسیا لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره کتلي دي. اذربایجان ویلي چي هیواد یې تل د افغانستان د پرمختګ او سولي لپاره هڅه کړې ده او لا هم ددغه هیواد د سولي له هر ډول هڅو ملاتړ کوي. نوموړي ویلي چي له افغانستان سره یې په اقتصادي برخه کي ...

Read More »

اوکرایني پوځیانو له ناټو ځواکونو سره ګډ تمرینونه پیل کړي

د اوکراین دفاع وزارت وایي، چي ځواکونو یې له امریکا او د ناټو له اوو نورو غړو هېوادونو سره ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي. په دغو تمرینونو کي چي ۱۲ ورځي به دوام وکړي، شاوخوا ۷۰۰ پوځیانو ګډون کړی دی.  د پوځیانو نیمایي برخه یې د امریکا، بریټانیا، هالنډ، بلجیم، ډنمارک، ایستونیا، پولنډ او رومانیا دي. د اوکراین دفاع ...

Read More »