په اندونیزیا کي د سیلابونو راوتلو ۲۷ کسه وژلي دي

د راپورونو له مخي د اندونیزیا په یوه جزیره کي سیلاب راوتلی دی او د ښوونځیو د زده کوونکو په ګډون یې ۲۷ کسه وژلي دي.

د اندونیزیا د بېړنیو پیښو چارواکو ویلي چي سیلاب په ناڅاپي توګه راوتلی دی او پر یوه ښوونځی ورغلی چي له امله یې ددغه ښوونځي زده کوونکو او څو نورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. ددوی په وینا په دې وروستیو کي په دغه هېواد کي طبیعي پېښي ډېري سوي دي چي له امله یې ګڼو اندونیزیایانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

څو اونۍ وړاندي هم په دغه هیواد کې یوې قوي زلزلې زرګونه ودانۍ و نړولې او تر ۲۰۰۰ زره پورې کسان یې ووژل.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...