د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مرتضا سرمدي ویلي وروسته له دې چي په عراق او سوریه کي داعش ډله ماته سوه، نو اوس هڅه کوي په افغانستان کي ځان ته د پښې ځای پيدا کړي.
دده په خبره څو ځله یې تر دې مخکي هم د ترهګرو د ځای پر ځای کیدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د سرمدې په وینا د افغانستان امنیت د ایران لپاره مهم دی، ځکه که افغانستان نا امنه کیږي نو ایران ته هم نا امني ننوځي نو د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کي د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي. دغه ایراني ديپلومات ویلي چي هیواد یې هڅه کوي له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانیزیت په برخه کي هم همکارۍ ډیري کړي او په دې توګه ددغه هیواد په پرمختګ کي ونډه واخلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون