د چین لومړي وزیر کچیانګ ویلي، دوی له خپلو ټولو امکاناتو په استفادې هڅه کوي چي د افغانستان په بیارغونه کي مرسته وکړي.
دده په وینا چین مخکي هم ویلي او اوس بیا ټینګار کوي چي دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولي له هر ډول خبرو ملاتړ کوي.
دده په خبره د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کي هم چین د افغان حکومت ملاتړ کوي او په دې تړاو هر راز مرستو ته تیار دی.
د کچیانګ په خبره چین د افغان سولي او ثبات لپاره درې اړخیزه ډله رامنځ ته کړه چي په هغه کي افغانستان، پاکستان او چین شامل دي.
دده په وینا چین دغه درې اړخیز بهیر ته هم ادامه ورکوي او موخه یې په افغانستان کي د امنیت راوستل او ستونزو له منځه وړل دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون