د رسنیو د راپورونو له مخي جاپاني حکومت ویلي چي د خپلي نظامي پياوړتیا او خپل هوايي حریم د ساتلو لپاره له امریکا ۶۲ ایف ۱۵ جنګي الوتکي اخلي.
د جاپان حکومت ویلي چي دغه الوتکي به تر راتلونکو پنځو کلونو جاپان ته وسپارل سي.
جاپان وايي د خپل دفاعي قوت د پیاوړتیا لپاره یې راتلونکې ۲۰۱۹ کال ته ۴۹ میلیارده ډالر دفاعي بودیجه ځانګړې کړې ده.
سرچینه وايي چي که چیري د شمالي کوریا او یا هم د جاپان د کوم بل ګاونډی تهدیدات دوی ته ډیر سي نو جاپان به خپله دفاعي بودیجه نوره هم ډېر کړي.
د جاپان حکومت د چټکو توغندیو د اخیستو خبره هم کړې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون