ولسمشر محمد اشرف غني د کندز له خلکو سره ژمنه کړې چي د ښار د ماسټر پلان له بشپړیدو سره به د کندز ښار د بیا رغوني عملي کار پیل سي

 

د ارګ خبرپاڼه وايي چي ولسمشر غني پرون شنبه د کندز له والي سره د کندز ښار د بیارغوني او پراختیا د ماسټر پلان د عملي کيدو او د کندز د حلقوي سړک د جوړېدو په اړه خبري کړي دي.

 

ښاغلي غني همدا راز د اریانا افغان هوايي شرکت ته دستور ورکړی چي کندز او نورو ولایتونو ته پروازونه پېل کړي.

 

د ارګ د خبرپاڼي په حواله، ولسمشر غني د صنعت او تجارت وزیر او په مالي او بانکي چاروکي خپل سلاکار ته سپارښتنه کړې چي د کندز د سپین زر شرکت د بیارغوني او فعالولو پلان جوړ کړي او ورته ویې سپاري.

 

له ولسمشر سره په کتنه کي د کندز والي د شیرخان بندر د تصدیو د فعالېدو، په کندز ښار کي ماشومانو او ښځو ته د یوه روغتون دجوړېدو، د امام صاحب ولسوالۍ د سړک جوړېدو او د الچین د پله د بیا رغیدو غوښتنه کړې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...