دوی په افغانستان کي د امریکا روانه جګړه بې ضرورته بللې ده او په وینا یې د امریکایانو مالیات په داسي یوه جګړه لګول کېږي چي امریکا ته هېڅ ګټه نه لري.
امریکایي سناتورې الیزابت وېرېن په یوه ټوېټ کي لیکلي دي، د افغانستان جګړه اتلسم کال ته د ننه سوه، سلګونه امریکایان پکښي ووژل سول، هر کال میلیاردونه ډالر ورباندي لګېږي خو د امریکا موخي لا هم تر لاسه نه سوې.
د نوموړي په وینا ددې وخت دی چي امریکا په افغانستان کي پر خپلو سیاستونو کتنه وکړي او پر دې فکر وکړي چي څنګه له افغانستان خپل ځواکونه وباسي.
ویرین وايي موږ باید په دې ځان پوه کړو، چي د امریکا جګړه په افغانستان کي د څه لپاره مهمه ده او ولې امریکایي حکومت په دې برخه کي بې پروايي کوي.
سناتور برني سندرز هم په یوه ټوېټ کې لیکلي دي، دا جګړه نور د ټولي نړۍ لپاره ستړې کوونکي سوه.
دده په خبره ددې وخت دی چي امریکا پر خپله ټوله بهرنۍ تګلاره کتنه وکړي او په دې ټوګه په نورو هېوادونو کي بې ګټې او بې اړتیا جګړې ودروي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون