((د افغانستان جګړه په امریکا کي هیره سوې ده))

د وېلسن څېړنیز مرکز مرستیال او د جنوبي اسیا د مسایلو څېړونکی مایکل کوګلمن وایي، په امریکايي حافظو کي افغان جګړه تته او هیره سوې ده.

دده په خبره امریکایي حکومت د افغان جګړې دومره په غم کي نه دی او نه هم امریکایان په دې باور لري چي ګواکي امریکا دې لا هم په افغانستان کي جګړه وکړي.

دده په خبره یوه نظر پوښتنه ښيي چي شل سلنه امریکایان لا هم باور نه سي کولای چي د افغانستان جګړه اتلس کاله اوږده سوې ده.

هغه وایي ددې تر څنګ ۵۰ سلنه لوړ عمره امریکایان بیا په دې باور دي چي امریکا په افغانستان کي ناکامه ده او باید له دې هېواد ووځي.

کوګلمن وايي په دې منځ کي امریکايي حکومت په ډېرو نورو مسایلو بوخت دی نو پر افغان جګړه فکر کولو ته دومره وخت نه ورکوي.

دده په خبره امریکا د سولي هڅې پيل کړي دي، خو طالبان فکر کوي چي دوی د جګړې په ډګر کي بریالي دي، نو ځکه ښایي د سولي خبرو ته حاضر نه سي.

هغه وايي په هغه صورت کي طالبان د سولي خبرو ته ښایي حاضر سي چي امریکا او افغان حکومت ورته بې ساري امتیازات ومني.

دده په وینا که امتیازات و هم منل سي نو ښايي د طالبانو له خولي د (هو) جواب اورېدل کلونه وخت ونیسي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...