د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر محمد یاروف د ایرو اسیا لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره کتلي دي.
اذربایجان ویلي چي هیواد یې تل د افغانستان د پرمختګ او سولي لپاره هڅه کړې ده او لا هم ددغه هیواد د سولي له هر ډول هڅو ملاتړ کوي.
نوموړي ویلي چي له افغانستان سره یې په اقتصادي برخه کي هم همکارۍ کړې دي او د افغانستان د پرمختګ او لا پراختیا لپاره به نورو همکاریو ته هم ادامه ورکړي.
امریکایي استازي هم د اذربایجان له مرستو مننه کړې ده او ویلي یې دي چي یاد هیواد په افغانستان کي د امریکا متحد دی او په ځينو ترانسپورتي برخو کي یې همکارۍ د پام وړ دي.
دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو اوږده بحثونه کړي دي او د اړیکو پر لا پراختیا یې ټینګار کړی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون