دوی دا څرګندوني وروسته تر هغه کوي چي په ټولنیزو رسنیو کي فاریاب ته د ولسمشر د احتمالي سفر په اړه راپورونه خپاره سول.
په فاریاب کي د ملي جنبش ګوند مشر عطامحمد فیضی وایي، که چیري ولسمشر له قیصاري پرته دې ولایت ته سفر وکړي، دوی به یې پر وړاندې کلک غبرګون وښيي.
د ګوند یو بل غړی وایي، نږدې دوې میاشتي مخکي د دوی ۲۰ ورځنی لاریون په دې موخه و، چي جنرال دوستم هېواد ته راستون سي او قوماندان قیصاري له بنده ازاد خو په خبره یې دوهمه غوښتنه یې لا هم منل سوې نه ده.
دا په داسي حال کي ده چي د فاریاب والي نقیب الله فایق نن د میمنې ښار کي یوې پراخې غونډي ته د وینا پر مهال وویل، که ولسمشر فاریاب ولایت ته سفر وکړي، د خلکو له لوري به یې ښه هرکلی وسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون