سرپل کي د امینتي ځواکونو او غیر مسٔووله وسله والو تر منځ نښته سوې

چارواکي وايي، د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کي له امنيتي ځواکونو سره د نا مسٔوولو وسله والو نښته کي پنځلسو دولتي ځواکونو او شلو نا مسٔووله وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني وايي، چي د مهدي مجاهد په نوم د نا مسٔوولو وسله والو قوماندان په بلخاب ولسوالۍ کي د ټاکنو ترسره کیدو او ټاکنيز کمپاين مخنيوى کاوه او تېره ورځ مازديګر مهال يې کسانو د دې ولسوالۍ په دهنه سيمه کي پر امنيتي ځواکونو بريدونه پيل کړي دي.

ده ونه ويل چي مهدي ولي د ټاکنو مخنيوى کاوه.

د هغه د معلوماتو له مخي، تر اوسه په ياده نښته کي د دولتي ځواکونو شپږ او له نا مسٔوولو وسله والو اته تنه وژل سوي دي.

نوموړی زیاتوي، چي په دې نښته کي له دولتي ځواکونو اته تنه او له نامسٔوولو وسله والو ١٢ تنه ټپيان دي.

د والي وياند وايي، جګړه روانه ده او دولتي ځواکونو د هوايي ملاتړ غوښتنه هم کړې، خو تر اوسه ورته مرسته رسیدلې نه ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...