د امریکا فضایي ادارې یا ناسا نن د یو تحقیقاتي ماموریت لپاره د فلوریډا ایالت له کاناورل کمپ نه یوه فضایي بېړۍ د لمر لور ته لېږلې ده.
د ناسا دغه تحقیقاتي فضایي بېړۍ به د لمر چاپیریال ته ځان ورسوي او د فضایي څیړنو په تاریخ کي به لومړنۍ بېړۍ وي، چي دومره لمر ته نژدې کیږي.
دا فضایي بېړۍ چي د یو کوچني موټر په اندازه ده ١۴٠٠ پونډه وزن لري او سرعت یې په یو ساعت کې ۴٣٠٠٠٠ میله دی.
دا په تاریخ کې تر ټولو چټکه فضایي بېړۍ ښودل سوې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون