جنرال یفتلي په کابل کي له خبریالان سره د مرکې پر مهال وویل، چي د دولتي او امنیتي بنسټونو په ګډون د غزني ښار ستراتیژیکي سیمي د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر کنټرول لاندي دي.
نوموړي هغه راپورونه رد کړل چي ګواکي د امنیې قوماندانۍ په ګډون ځیني دولتي ادارې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي.
هغه زیاته کړه، چي د وسله والو د ځپلو په موخه د ملي اردو ځواکونو په ګډون امنیتي او دفاعي ځواکونه په عملیاتو بوخت دي.
د جنرال یفتلي په وینا، وسله وال طالبان د خلکو له کورونو، هټیو، او نورو ملکي ودانیو څخه د موضع په توګه کار اخلي او له همدي امله د امنیتي او دفاعي ځواکونو چاڼیز عملیات له خنډ سره مخ کړي.
جنرال وایي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاه د وسله والو په وړاندې په عملیاتو کې له احتیاطه کار اخلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون