له ټول پاکستان پارلمان ته د پاکستان د تحریک انصاف بریالیو وکیلانو د دوشنبي په ورځ په اسلام اباد کي په دې تړاو غونډه وکړه چې خپل مشر عمران خان یې پکښي په یوه خوله د لومړي وزیر په توګه انتخاب کړ.
په دغه غونډه کي د لومړي وزارت لپاره د عمران خان نوم د تحریک انصاف مهم غړي شاه محمود قریشي وړاندیز کړ چي وکیلانو تایید کړ.
په پاکستان کي د حکومت جوړولو لپاره یو ګوند په پارلمان کي لږ تر لږه ۱۷۲ څوکیو ته اړتیا لري، خو په ټاکنو کي دا غوڅ اکثریت د تحریک انصاف په ګډون یوه ګوند هم نه دی ترلاسه کړی، خو ډېري څوکۍ دغه ګوند ګټلي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون