راپور: محمد یار مجروح
په کندهار کي دعینو ښار ګوټي په دوهمه برخه کي د استوګني کوچنیو کورونه هغه پروژه چي تر ډېره د کښته اقتصاد لرونکو کورنیو لپاره ډيزاین سوې او په سلګونو کورنۍ په ډېر نازل قیمت د کورونو خاوندان سوي یا هم په کرایې شکل پکښي ژوند کوي.
ددې سیمي اوسیدونکي وايي، چي د افکو کمپنۍ له لوري ورته د ژوند ډیري اسانتیاوي برابري سوي ، چي په دې ورستیو کي ورته د دې خدماتو په ترڅ کي یوه ښکلي جامع جومات او مجهز مارکېټ هم جوړ سوی خو اوس یې غوښتنه داده تر څو د افکو کمپنۍ لخوا د یوه مکتب لپاره پر ځانګړې سوې مځکه دي د کندهار ولایتي اداره او د پوهني ریاست د دوی د اولادونو ښې راتلونکي په هدف ښوونځۍ جوړ او د تشکیل په ورکولو سره لازم تعلیمي سهولتونه برابر کړي.
د دوی په خبره له ښاره لیري دي او خپل کوچنیان دښار ښوونځيو ته نه سي لیږلای او د عینو مېني په لمړۍ او دوهمه برخه کي هم د خصوصي مراکزو د فیس ورکولو توان نلري .
بلخوا د پوهني مسٔوولین وايي، افکو کمپني د پوهني په برخه کي له دوی سره زیاته همکاري کړې ده.
د پوهني ریاست ویاند نظرمحمد صمیمي وايي، افکو کمپني د پوهني ریاست ته د ښوونیزو مرکزونو لپاره مځکه ورکړې ده، چي دا مهال يې د تعمیرونو د جوړلو کار روان دی.
د پوهني ریاست ویاند زیاتوي چي، راتلونکي کال به په کندهارکي ګڼ شمیر بندي ښوونځي خلاص کړي.
دده په خبره د درسي کال د پيل پر مهال به د عینو ښارګوټي په دوهمه برخه کي یو باب ښوونځی خلاص کړي او د تعمیر جوړولو چاري په يې هم پیل کړي.
د کندهار په ختیځ کي پروت عینو ښارګوټی دشنو ساحو په درلودلو سره اوس دغه سیمه د کندهار ښاریانو لپاره یو ښه تفریح هم ځای دی.
د عینو ښارګوټي مسٔوولین وايي، دوی د دغه ښارګوټي په ټولو برخو کي د مجهزو اپآرتمانونو تر څنګ د ښوونځیو، دیني مدرسو، پارکونو او شنو ساحو لپاره مځکي ځانکړې کړې تر څو خلګ د ژوند له ټولو اسانتیاوو څخه برخمن وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون