د پښتون ژغورني غورځنګ مشر له رسنیو سره په خبرو کي ویلي، چي غورځنګ يې لاهم غیر پارلماني دی او د علي وزیر او محسن داوړ پارلمان ته تلل د هغوی شخصي پرېکړه وه.
ښاغلي پښتین په څرګند ډول ونه ویل چي اوس به ښاغلی وزیر او ښاغلی داوړ د غورځنګ د کورکومېتۍ برخه وي که نه، خو زیاته یې کړه چي د غورځنګ مرکزي کمېټه به په دې اړه ژر پرېکړه وکړي.
ښاغلي پښتین ویلي چي له پښتنو سره يې پارلمان ته د نه تلو ژمنه کړې او لاهم خپله په دې ژمنې ولاړ دی.
د پښتون ژغورني غورځنګ دوه لوی مخکښان علي وزیر او محسن داوړ له شمالي او جنوبي وزیرستانه د پاکستان پارلمان ته بریالي سوي.
خو د غورځنګ مشر پښتین وايي، نه پارلمان ته په تګ کي د غورځنګ پرېکړه وه او نه به يې هم په پارلماني سیاست کې کومه پرېکړه وي.
د پښتون ژغورني غورځنګ چي شاوخوا شپږ مياشتي مخکي جوړ سوی، له هغه راهیسي يې له پاکستان له حکومت سره څو واري خبري سوي، خو د ښاغلي پښتین په خبره مهمي غوښتنې يې لاهم ندی منل سوی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون