د بنګلدیش هیواد په پلازمېنه ډاکه کي د امریکا د سفیر پر موټر وسله وال برید سوی

د رسنیو د راپورونو له مخي تېره ورځ د بنګلدیش په پلازمینه ډاکه کي د امریکا د سفیر پر موټر ډزي وسوې.

په برید کي نوموړي ته زیان نه دی اوښتی.

د امریکا سفارت هم په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې موټرسایکل سپرو وسله والو د سفیر پر موټر ډزې کړې دي، خو په پېښه کې د سفیر په ګډون هېچا ته زیان نه دی اوښتی.

د بنګلدیش حکومت وايي د پېښي هر اړخیزه پلټنه یې پيل کړې ده.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...