د اندونیزیا د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې ویاند ویلي دي چي د زلزلي له امله د مړو شمېر ښايي زیات سي.
د دې زلزلي له امله سلګونه کسان ژوبل سوي، ګڼ شمېر ودانۍ زیانمني سوي او د لومبوک ټاپو له زیاتو برخو څخه برښنا قطع سوې ده.
د ریختر په اندازه ۷ درجې دې زلزلې د اندونیزیا لومبوک ټاپو ځپلي دی.
تردې یوه اوونۍ مخکې د زلزلي یوه ټکان د اندونیزیا لومبوک ټاپو چي زیات سیلانیان ورته ځي، لړزولی و او ۱۶ کسان يې وژلي وو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون