چارواکي وايي، د اندونيزيا په يوه سياحتي سيمه کي زورورې زلزلې لږ تر لږه ١۴ کسان مړه او ۱۶۰ تنه نور ټپيان کړل. په مرکزي ټاپو لومبوک کي نن د ريښتر په مقياس شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې زرګونه کورونه تخريب کړي دي. د اندونیزیا د طبیعي پېښو د ادارې چارواکي وايي، ښايي د مرګ ژوبلو شمېر تر دې زياته ...
Read More »د چین د سوداګرۍ وزارت وايي، چي هيڅکله به امریکا ته باج ورنه کړي
په خبر پاڼه کي راغلي چي امریکا د نړیوالو اقتصادي جوړښتونو د له منځه وړلو په هڅه کي ده او د سوداګرۍ د نړیوال سازمان قوانین یې تر پښو لاندي کړي دي. دغه خبر پاڼه داسي مهال خپرېږي چي امریکا غواړي په راتلونکو څو وروځو کي د ۱۶ میلیاردو تعرفه دغه هېواد ته په ورتلونکو چینایي توکو وضوع کړي. ...
Read More »واشنګټن پسټ: د پاکستان نوی حکومت به د طالبانو پلوی او ملاتړی وي
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په پاکستان کي د عمران خان بریا ته په اشارې وايي، چي د پاکستان نوی لومړی وزیر به د طالبانو پلوی او د پوځ د لاس آله وي. ورځپاڼه لیکي، دا چي د عمران خان په بریا کي پوځ بې ساري هڅي کړې دي نو همدې هڅو ته په پام به عمران خان د پوځ اوامر ...
Read More »په سوریه کي د بیلا بیلو بریدونو په پایله کي ۶۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
په سوریه کي د بشري حقونو د څار اداره وایي، د سوریې د امنیتي ځواکونو په ګډون لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل سوي او ۳۰ نور ټپیان دي. دولتي سرچینې وایي، چي تېره ورځ یو ځانمرګي بریدګر له ګڼې ګوڼې نه په ډک مارکېټ کې ځانته چاودنه ورکړې ده او دوه نور بیا خپل هدف ته تر رسېدو ...
Read More »پر پاکستاني پولیسو د ځان مرګي برید په پایله کي ۲۲ کسان وژل سوي دي
په کوټه کي پر پاکستاني عسکرو چاودنه سوې ده په دغه پېښه کي ۲۲ کسان وژل سوي دي. د وژل سوو کسانو ډېره برخه پاکستاني عسکر دي. سرچینې وايي، چي په پېښه کي ۲۸ کسان ټپیان سوي هم دي. بل پلو سرچیني وايي، چي ښایي د تلفاتو شمېر تر دې هم لوړ سي. پاکستان کي پارلماني ټاکني روانې دي او ...
Read More »په پاکستان کي د پارلماني انتخاباتو لپاره رأیه اچونه پيل سول
خلک په داسي حال کې رأی اچونې ته روان دي چي د انتخاباتو د نتایجو د شفافیت او د رأی اچووني پر مهال د مرګونو بریدونو د ګواښ په اړه اندېښنې موجود دي. په نننیو انتخاباتو کي د تحریک انصاف د مشر عمران خان او د مسلم لیګ نواز د ګوند سخته سیالي روانه ده. د رأیو په اړه د ...
Read More »پاکستان: د پېښور ښار په مربوطاتو کي وسله والو شپږ افغان ورونه په ډزو وژلي دي
چارواي زیاتوي، چي پیښه د دوشنبې په شپه ناوخته د پېښور په څنډو کي رامنځته سوې ده او په ترڅ کي دوه کسان ټپیان هم سوي. د پېښور په صدر سیمه کي یوه پولیس چارواکی شوکت خان وایي، د دوو ډلو ترمنځ د نښتي په ترڅ کي لږ تر لږه ۷ کسان وژل سوي چي پکښي یو پاکستاني هم شامل ...
Read More »د محلي ارګانونو خپلواکه اداره وايي، پر یو داسي مسودې کار کوي چي له مخي يې د ولسوالیو شورګانو دندي او مسٔولیتونه خلکو ته وروپیژني
راپور: سید حمید هاشمي په کندهار کي تیره ورځ د جنوبي ولایتونو د ولایتي او ولسوالیو شورګانو د استازو مشورتي غوڼده جوړه سوه چي هدف يې د ولسوالیو شورګانو د قانون پر مسودې بحث وو. د افغانستان د محلي ارګانونو خپلواکي اداري د سیمه ایزو شورګانو د انسجام ریٔس سید احمد خاموش وویل، چي د راتلونکو ولسوالیو شوراګانو د ترسره ...
Read More »په لاووس کي د اوبو یو ستر بند نړیدلی او ۱۲۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده
د راپورونو له مخې په لاووس کې د برېښنا داسي بند نړېدلی چي تر اوسه یې لا د جوړولو چارې په پوره توګه بشپړې سوې نه وې. په پېښه کې ۲۰ کسه وژل سوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي. د بند نړېدلی دېوال ۷۷۰ متره اوږد و او لوړوالی یې ۱۶ مترو ته رسېده. په پېښه کې ۸ ...
Read More »جاپاني چارواکي وايي، چي په دې هیواد کي د ګرمۍ له امله ۶۵ کسان وژل سوي دي
جاپاني چارواکو ویلي، ددې تر څنګ د سیلابونو راوتلو سل کسه وژلي دي. له دې ورهاخوا د هوا د تودوخې له امله د زړه د سکتې پېښې ډېري سوې دي. د روغتونونو ثبت سوې شمېرې ښيي چې ۲۲ زره کسان د زړه سکتې د خطر له امله روغتونونو ته مراجعه کړې ده. جاپاني چارواکي وایي هوا تر دې هم ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون