په سوریه کي د بیلا بیلو بریدونو په پایله کي ۶۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

 

په سوریه کي د بشري حقونو د څار اداره وایي، د سوریې د امنیتي ځواکونو په ګډون لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل سوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

دولتي سرچینې وایي، چي تېره ورځ یو ځانمرګي بریدګر له ګڼې ګوڼې نه په ډک مارکېټ کې ځانته چاودنه ورکړې ده او دوه نور بیا خپل هدف ته تر رسېدو مخکي د امینتي ځواکونو لخوا په نښه سوي او وژل سوي دي.

د سوریې دولتي ټلویزیون دغه راز وایي، د داعش ډلي وسله والو د السویدا ښار په شمال ختیځ کي پر درییو کلیو بریدونه کړي دي.

د ولسمشر بشارالاسد حکومتي ځواکونو په دې وروستیو کې په دې سیمه کي ځینې سیمي له وسله والو یاغیانو نیولي او اوس هم پکښي عملیات دوام لري، څو یاده سیمه د داعش ډلي له وسله والو پاکه کړې.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...