واشنګټن پسټ: د پاکستان نوی حکومت به د طالبانو پلوی او ملاتړی وي

 

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په پاکستان کي د عمران خان بریا ته په اشارې وايي، چي د پاکستان نوی لومړی وزیر به د طالبانو پلوی او د پوځ د لاس آله وي.

ورځپاڼه لیکي، دا چي د عمران خان په بریا کي پوځ بې ساري هڅي کړې دي نو همدې هڅو ته په پام به عمران خان د پوځ اوامر پر ځای او احسان به یې ادا کړي.

په مطلب کي راځي، چي د پاکستاني پوځ درې عمده غوښتنې دي، یو دا چي باید لا ډېرې پیسې ځان ته ځانګړې کړي، په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ وکړي او همدا راز سختدریځي اسلامي ډلې پیاوړې کړي.

ورځپاڼه زیاتوي همدې مسایلو ته په پام ویلی سو، چي عمران خان د پوځ له لوري کارول کېږي او دا حکومت به هم د طالبانو ملاتړی حکومت وي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...