د افغان ترک ښوونځیو د مدیریت له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کې راغلي چي په شبرغان کي ددوی یو ښوونځی له تېرې شپې راهیسې افغان امنیتي ځواکونو محاصره کړي دي.
په خبرپاڼه کي راځي، چي دوی خپلسرو امنیتي ځواکونو ته د لویې څارنوالۍ له حکم پرته ښوونځیو ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي. سرچینه کاږي چي امنیتي ځواکونه له قانوني حکم پرته هڅه کوي په زور ښوونځي ته د ننه سي خو دوی اجازه نه ورکوي.
په خبرپاڼه کي وړاندي راځي، چي څو ساعته وړاندي د جوزجان د امنیت ریٔس او د ولایت مالي او اداري مسوول، د ښوونځي دروازې ته ورغلي او په زور یې د ننوتو هڅه کړې ده.
ددغه ښوونځۍ مسٔوولین وایي، چي حکومت دي په دې اړه جدي اقدام وکړي، ځکه د امنیتي ځواکونو دغه کار د افغانستان له قوانینو سرغړونه ده او دوی به اجازه ور نه کړي چي له قانوني حکم پرته ښوونځۍ ته امنیتي ځواکونه د ننه سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون