امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي، د ټرمپ ادارې پرېکړه کړې چي پاکستاني عسکر به نه روزي. ټاکل سوې وه، چي د امریکا په نظامی پوهنتونو کې پاکستاني افسران د روزني او زده کړو لپاره جذب سي خو امریکايي چارواکي وايي، چي د ټرمپ ادارې ددغه لړۍ د درولو سپارښتنه کړې ده.
سرچینې ویلي، دا پرېکړه د هغو اقداماتو برخه ده، چي د امریکا له لوري د پاکستان پر وړاندې اخیستل کېږي.
امریکا د پاکستاني نظامیانو د روزني تر ټولو ستره ملاتړي وه او د پاکستان د پوځ ټول مهم غړي د امریکايي پوهنتونونو فارغان دي. پاکستاني حکومت په دې اړه ویلي، چي که امریکا پر خپله پرېکړه ودرېږي، نو خپل افسران به چین او روسیي ته د روزني لپاره ولېږي. امریکا داسي مهال پر پاکستان د فشارونو خبره کوي، چي همدا اوس هم لسګونه پاکستاني نظامیان د روسي روزونکو له لوري روزل کېږي او ګډ تمرینونه ترسره کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون