کمانډو ځواکونه غزني ښار ته تللي او هلته یې چاڼيز عملیات پيل کړي دي

په دغه ښار کي ټولي مخابراتي شبکې غیر فعال دي او له دغه ولایت دقیق معلومات اخیستل ګران کار دی.

ځايي اوسېدونکو له رسنیو سره په خبرو کي ویلي، چي وړمه شپه او تېره ورځ په غزني ښار کي خورا شدیده جګړه روانه وه.

وسله والو طالبانو له څو خواوو پر غزني ښار بریدونه کړي وو او دغه ښار یې محاصره کړی و.

بل پلو ناټو ځواکونو بیا ویلي چي دوی ښار ته هوايي ملاتړي ځواکونه استوي او په یوه ټوېټ کي وايي چي د غزني ټولي دولتي ادارې د افغان ځواکونو په واک کي دي.

ملي دفاع وزارت هم وايي، چي طالبان پر شا تمبول سوي دي او کمانډو ځواکونو چاڼيز عملیات پيل کړي دي.

د کورنیو چارووزارت ویاند نصرت رحیمي بیا وايي، چي وسله وال طالبان د خلکو په کورونو کې پټ سوي دي او ځانګړي ځواکونه په احتیاط چاڼيز عملیات کوي.

وسله وال طالبان بیا وايي چي د غزني ښار کنټرول ددوی په واک کي دی او دغه ښار ته ټولي ورغلي لاري یې تړلې دي.

افغان حکومت بیا د طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...