د پاکستان پوځ یوه چارواکی رسنیو ته ویلي، چي د سرو زرو او مسو د یو معدن پر کارکوونکو د ځانمرګي برید په ترڅ کي شپږ کسان ټپیان سوي.
په کوټه د پولیسو یوه چارواکی محمد هاشم غلزي وایي، د برید په ترڅ کي درې بهرنیان هم ټپیان سوي دي.
نوموړی زیاته کړه، چي د پیښې ټپیان روغتون ته لېږدل سوي او د برید په اړه پلټنې دوام لري.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون