امریکایي سناتور پاول وایي، امریکا اړتیا لري چي له مسکو سره خبري وکړي

 

یوه مخکښ امریکایي سناتور رانډ پاول مسکو ته د سفر پر مهال ویلي، چې متحده ایالات اړتیا لري چي له روسیې سره نوري خبرې وکړي او له دغه هېواد سره د اړیکو بهیر پرانیستی ولري.

پاول د اګسټ میاشتي پر شپږمه د روسیې د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو کمېټي له غړو سره تر لیدو وروسته وویل، روسیې ته د ده ورتګ موخه دا ده چي دوی غواړي له روسیې سره پرانیستي کرښې ولري.

پاول یو له هغو دوو سناتورانو نه وو، چي په ۲۰۱۷ کال کې یې د روسیې پر وړاندي له بندیزونو سره مخالفت وکړ او د جولای په ۱۶ مه یې په هلسینکي کي د روسیې او امریکا د مشرانو تر لیدني وروسته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو دفاع وکړه.

روسي رسنیو د پاول له قوله لیکلي چي وایي د روسیې د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو کمېټې غړو ته یې په واشنګټن کي د خبرو بلنه ورکړې ده.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...