نن د یکشنبې په ورځ په دوحه کي د قطر او جرمني په کوربهتوب د بینالافغاني خبرو لومړنۍ غونډه جوړېږي. طالبانو د افغانستان د سولي له پاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي چارواکو سره د خبرو لړۍ وځنډوله، څو د افغان سیاستوالو او چارواکو په ګډون په دې دوه ...
Read More »پوتین اروپايي ټولنه پر روسيې د بندیزونو په برخه کي د پالیسۍ نرمولو ته هڅوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، هیله مند دی چي د ایټالیا د حکومت مشرتابه، اروپايي ټولنه پر روسیې د بندیزونو په برخه کي د خپلې پالېسۍ نرمولو ته وهڅوي. پوتین ویلي، روسیه هیله لري چي ایټالیا به پرله پسې او په واضح ډول له روسیې سره د اړیکو د ښه کولو په اړه خپل دریځ روښانه کړي. پوتین د ...
Read More »د لوېدیځ زون د ښوونځیو د ښاروالیو کمېټو غړو له پاره دوه ورځنی سیمینار جوړ سو
رپوټ: غلام فاروق رسولي د هرات او بادغیس ولایتونو د یو شمېر ښوونځیو د ښاروالیو کمېټو غړي دلته سره راټول سوي تر څو زده کړي څنګه کولای سی په ټولنه کي د ښې حکومت والۍ او چاپېریال ساتني په برخه کي خپل رول ادا کړي او د اړونده ادارو سره مرسته وکړي. دا زدکړه ییز سيمینار چي د دوو ورځو ...
Read More »د هلمند په ناوه ولسوالي کي هم امنیتي وضعیت خراب سوی دئ
رپوټ: جواد داوري د هلمند مرکز لښکرګاه ته تر ټولو نژدې ناوه ولسوالي ده، خو د وروستیو امنیتي پیښو او تهدیدونو څخه معلومیږي، چي امنیتي وضعیت يې د اندېښنې وړ دئ. د ناوې امنیه قوماندان سمونیار عبدالغفار اغا وايي، سیمه ګڼ مېشته ده او وسله وال طالبانو کوښښ کوي په هغه سیمو کي ځای پرځای سي چي امنیتي سرتیري نه ...
Read More »سرچینې وايي چي د میدان وردګو په شپنیو عملیاتو کي ملکي وګړي وژل سوي دي
ځينې سرچينې وايي، د ميدان وردګو په چک ولسوالى کي د شپنيو عملياتو پر مهال پنځه ملکي وګړي وژل سوي، خو د والي وياند وايي چي په بريد کي شپږ وسله وال طالبان وژل سوي دي. د سيمي اوسېدونکي وایي، چي دولتي ځواکونو برایي شپه شاوخوا لس بجې د چک ولسوالۍ د ګردن مسجد درې په ياد کلي کي چاپه ...
Read More »د بین الافغاني خبرو له پاره افغان پلاوی دوحې ته روان سو
د قطر او جرمني په هڅه د دوحې په جوړېدونکي بين الافغاني ناسته کي له کابله د تلونکو کسانو نوملړ په ډاګه سوى او دغه پلاوى له کابل څخه د دوحې پر لور روان سوی. دغه ناسته ټاکل سوې ده چي نن له غرمې وروسته په دوحه کي پيل سي چي ټول ٦٠ کسان ګډون پکښي کوي. د دې ناستې ...
Read More »د غزني په یوه مسجد کي چاودي زیات کسان ټپیان کړي دي
د غزني مرکز ته څېرمه برايي ماښام په یوه مسجد کي چاودني ۲۱ تنه ټپیان کړل. د والي ویاند محمد عارف نوري ویلي، د خاک غريبان سيمي په مسجد کي چاودنه سوي، چي په نتيجه کي يې ٢١ تنه ټپيان سوي، په ټپيانو کي د درو کسانو وضعيت خراب وو، چي د ښې درملني له پاره مرکز کابل ته لېږدول ...
Read More »د کندهار د قاطع ماموریت په هوايي برید کي ۲۵ وسله وال وژل سوي دي
په کندهار کي د قاطع ماموریت په هوايي برید کي چارواکي وايي، چي ۲۵ تنه وسله وال برید کوونکي طالبان وژل سوي. امنیتي چارواکي زیاتوي چي هوايي برید د وسله والو طالبانو پر هغه لويي ډلي سوی، چي غوښتل يې د معروف ولسوالۍ مرکز ته سقوط ور کړي. د کندهار د امنیه قوماندان سکرټر قسیم ازاد وايي، چي نن سهار ...
Read More »د ګرمۍ په راتګ سره په کندهار کي موسمي ناروغۍ ډېري سوي دي
رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د روغتيا مسئولين وايي، د ګرمۍ په راتګ سره په دغه ولايت کي موسمي ناروغۍ ډېري سوي دي، چي لامل يې د نظافت نه مراعتول او ناسم خواړه دي. د ميرویس روغتون د داخله څانګي مسئول ډاکټر عزت الله نېکزاد وايي، د ګرمۍ په موسم کي مکروبونه ژر خپريږي، نو ګوچنۍ بې احتياطي کولای سي، ...
Read More »د امریکا ولسمشر ایران ته خبرداری ورکړی چي له ګواښونو سره دي پام کوي
وروسته له هغه چي ایران وویل، ژر به له هغه په لوړه کچه د یورانیمو غني کول پیل کړي چي اجازه ورکول سوې، ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ چي دا ډول ګواښونه بیرته ایران ته صدمه رسولای سي. ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ایران ته په خطاب پر خپل تویټر ولیکل چي له تهدیدونو سره پام کوئ. د ټرمپ په ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون