د قطر او جرمني په هڅه د دوحې په جوړېدونکي بين الافغاني ناسته کي له کابله د تلونکو کسانو نوملړ په ډاګه سوى او دغه پلاوى له کابل څخه د دوحې پر لور روان سوی.
دغه ناسته ټاکل سوې ده چي نن له غرمې وروسته په دوحه کي پيل سي چي ټول ٦٠ کسان ګډون پکښي کوي.
د دې ناستې سمبالوونکي يوې سرچينې ویلي چي په یادو کسانو کي ١٥ يې د طالبانو استازي دي او پاته ٤٥ نور له کابل، اروپا او امريکا څخه افغانان ګډون کوي.
په دې ناسته کي د ګډون له پاره له کابله هم د لسو ښځو په ګډون يو شمېر کسان په ځانګړې الوتکه کي قطر ته لېږدول کيږي.
د دغه پلاوي يوه غړي مولوي عبدالسلام ضعيف ویلي، چي بین الافغاني ناستي سوله ګړندۍ کوي او د تفاهم لامل ګرځي.
هغه د امريکا او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو په اړه وايي، دغه ځل به د طالبانو او امریکانو خبري پرېکنده وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون