ځينې سرچينې وايي، د ميدان وردګو په چک ولسوالى کي د شپنيو عملياتو پر مهال پنځه ملکي وګړي وژل سوي، خو د والي وياند وايي چي په بريد کي شپږ وسله وال طالبان وژل سوي دي.
د سيمي اوسېدونکي وایي، چي دولتي ځواکونو برایي شپه شاوخوا لس بجې د چک ولسوالۍ د ګردن مسجد درې په ياد کلي کي چاپه ووهله.
د دوی په وينا، په دغه بريد کي د مهمدو کلي پنځه بزګران چي د شپې يې اوبه لګولې، وژل سوي دي.
د دوی د معلوماتو له مخي، يادو ځواکونو د مهمدو کلي له څلورو کورونو کسان را ايستلي او کورونه يې ور بمبار کړي، چي په دې پېښه کي هم پنځه ملکي وګړي ټپيان سوي دي.
خو د ميدان وردګو د والي وياند وايي، د کشفي او امنيتي ځواکونو لومړني معلومات ښيي چي برايي شپه په ياده سيمه کي د شپنيو عملياتو پر مهال د دولت شپږ وسله وال مخالفين وژل سوي دي.
دى وايي د دولت د وسله والو مخالفينو يو موټر او څو موټرسايلکونه هم له منځه وړل سوي دي.
طالبانو بیا ویلي چي په دغه بریدونو کي ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون