د هلمند په ناوه ولسوالي کي هم امنیتي وضعیت خراب سوی دئ

رپوټ: جواد داوري

د هلمند مرکز لښکرګاه ته تر ټولو نژدې ناوه ولسوالي ده، خو د وروستیو امنیتي پیښو او تهدیدونو څخه معلومیږي، چي امنیتي وضعیت يې د اندېښنې وړ دئ.

د ناوې امنیه قوماندان سمونیار عبدالغفار اغا وايي، سیمه ګڼ مېشته ده او وسله وال طالبانو کوښښ کوي په هغه سیمو کي ځای پرځای سي چي امنیتي سرتیري نه وي.

دی وايي د ګډو افغان ځواکونو له لوري عملیات سوي دي او د وسلو زېرمتونونو تر څنګ يې یو څو کسانو ته تلفات هم ور اړولي دي، خو بیا هم د شپې پر امنیتي پوستو بریدونه کیږي او حکومتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړوي.

ځايي اوسېدونکي وايي د امنیتي اندېښنو له امله يې له ولسوالۍ څخه د باندي په رېګ کي کورونه جوړ کړي دي او د وسله والو او حکومتي ځواکونو تر منځ د جګړې مرمۍ د دوی په کورونو کي نښلي.

خو امنیتي سرتیري وايي  په ناوه کي یوه حوزه د وسله والو طالبانو په کنټرول کي ده او امنیتي تهدیدونه له همدې سیمي څخه راپورته کیږي. دا چي ناوه کي د امنیتي سرتیرو تشکیل کم دئ، له همدې امله سقوط سوې حوزه په خپل کنټرول کي نه سي را وستلاي.

ناوه ولسوالي د هلمند سیند پر غاړه پرته ولسوالي ده، چي اوسېدونکي يې په کرهڼه بوخت دي له ګرمسېر او مارجې ولسوالیو سره نژدي پوله لري.

امنیتي اندېښنې یوازي په ناوه کي نه دي، بلکي د هلمند اکثره ولسوالیو اوسېدونکي د همدي تهدیدودونو څخه په شکایت دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...