د کندهار د قاطع ماموریت په هوايي برید کي ۲۵ وسله وال وژل سوي دي

په کندهار کي د قاطع ماموریت په هوايي برید کي چارواکي وايي، چي ۲۵ تنه وسله وال برید کوونکي طالبان وژل سوي.

امنیتي چارواکي زیاتوي چي هوايي برید د وسله والو طالبانو پر هغه لويي ډلي سوی، چي غوښتل يې د معروف ولسوالۍ مرکز ته سقوط ور کړي.

د کندهار د امنیه قوماندان سکرټر قسیم ازاد وايي، چي نن سهار وختي د معروف ولسوالۍ د امنیتي کمربند پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه پيل کړه، چي د سهار تر شپږو بجو پوري يې دوام در لود.

دی زیاتوي چي سیمي ته د قاطع ماموریت د هوايي ځواک په رسېدو سره پر هغوی څو ځایه هوايي بریدونه سوي، چي په ترڅ کي يې ۲۵ تنه برید کوونکي وسله وال طالبان وژل سوي.

نوموړي د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه څه ونه ويل، خو د کندهار یوه لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چي د وسله والو د تیري شپې په ډله ییزه حمله کي ۱۳ امنیتي سرتېري وژل سوي او تر ۲۸ زیات نور ټپیان سوي دي.

سرچینه زیاتوي چي سیمي ته تازه دمه سرتیري هم رسېدلي او ځيني ټپیان د ملي پوځ د هلیکپټرو په وسیله د کندهار نظامي روغتون ته انتقال سوي.

خپله وسله والو طالبانو د معروف ولسوالۍ د نن سهار د برید په اړه کوم څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...