نن د یکشنبې په ورځ په دوحه کي د قطر او جرمني په کوربهتوب د بینالافغاني خبرو لومړنۍ غونډه جوړېږي.
طالبانو د افغانستان د سولي له پاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي چارواکو سره د خبرو لړۍ وځنډوله، څو د افغان سیاستوالو او چارواکو په ګډون په دې دوه ورځنۍ غونډه کي ګډون وکړي.
له دې مخکي ویل سوي چي ټول ګډونوال به په خپلو شخصو ظرفیتونو په غونډه کي ګډون کوي او د هيچا استازیتوب به نه کوي.
خلیلزاد او په قطر کي د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چي له افغان سیاستوالو سره د یکشنبې او دوشنبې په ورځو له خبرو وروسته د سې شنبې په ورځ د جولای پر نهمه به خپلي خبري بیا پیل کړي. دوی دواړو د روانو خبرو په اړه زیاته خوشبیني څرګنده کړې ده.
زلمي خلیلزاد پرون شنبه ماښام دوحه کي یو شمېر افغان مېرمنو ته د طالبانو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات ورکړ.
دا مېرمني له کابل څخه د دوحې په بین الافغاني خبرو کي د ګډون له پاره په تللي پلاوي کي شاملي دي.
ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټویټر له دې افغان مېرمنو سره خپله لیدنه ستایلې او ویلي یې دي، چي د دوی لید لوری د افغانستان د سولي له پاره چي نوموړي له خپل ځان سره سوله بللې او داسي یو حکومت ته د لاري د هوارولو په برخه کي چي توکه میز او جنسي توپیر ته له پام پرته د افغانانو حقونه وساتي، مهم دئ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون