کندهار ګمرک کي د ستونزو له امله په سلګونو باربري موټرونه پر عام سړک ولاړ دي

رپوټ: مهتمم صالح

کندهار ګمرک رياست د ستر جنرال عبدالرازق خان پر واټ موقيعت لري، چي دلته لوی باروړونکي موټرونه د محصول له پاره پر عام سړک درول سوي دي.

د يادو موټرونو چلوونکي د کندهار ګمرک مسئولين په بې کفايتۍ تورنوي او وايي، د ګمرک مسئولين د دوی کار پر وخت نه خلاصوي او دوی په سخته ګرمي کي په ورځو ورځو پر سړک پراته وي.

موټر چلوونکي وايي، دوی ته اجازه نه ورکول کيږي، چي يا ګمرک ته داخل سي او يا هم تر ګمرک تېر سي.

دغه سړک چي نوی جوړ سوی دئ خلک وايي، که دغه ډول په سلهاو لوی بار وړونکي موټرونه چي په اکثرو کي یې وزن هم زیات دئ، باندي ودرول سي، سړک به هم زیانمن سي.

دوی غوښتنه کوي، چي د موټرونو د درولو له پاره دي ځانګړی ځای ورته جوړ کړل سي، تر څو لاره بنده نه سي او دوی هم له ستونزو خلاص وي.

و مو غوښتل په دې اړه د کندهار د ګمرک د مسئولینو نظر هم واخلو، خو د څو ځله هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو او د ګمرک مسئولین په دې اړه نظر ورکولو ته حاضر نه سول.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي د بشر حقوق کمېسيون مسئولين: په دغه ولايت کي د کډوالو اوسنی حالت د اندېښنې وړ دئ

رپوټ: مهتمم صالح کندهار ته د پاکستان او ايران څخه د راغلو کډوالو تر څنګ ...