د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، هیله مند دی چي د ایټالیا د حکومت مشرتابه، اروپايي ټولنه پر روسیې د بندیزونو په برخه کي د خپلې پالېسۍ نرمولو ته وهڅوي.
پوتین ویلي، روسیه هیله لري چي ایټالیا به پرله پسې او په واضح ډول له روسیې سره د اړیکو د ښه کولو په اړه خپل دریځ روښانه کړي.
پوتین د ایټالیا له صدراعظم، ولسمشر او د نړۍ د کاتولیکانو له مشر سره تر کتنو وروسته وویل، روسیه ویني چي ایټالیا د روسیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ترینګلو اړیکو د ښه کولو هڅه کوي، خو په دې هم پوهېږي چي ځیني اروپايي هیوادونه د دې هڅو مخه نیسي.
د ایټالیا صدراعظم ویلي، دواړه لوري باید د دوه اړخیز باور د رامنځ ته کولو لپاره شرایط برابر کړي.