راپورونه

په کشمیر کي پنځه پاکستاني پوځیان وژل سوي دي

د پاکستان تر ولکي لاندي کشمیر کي پر پاکستانیو پوځیانو بمي چاودنه سوې او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده. د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګي «ISPR»  په یوې خپرې کړي خبرپاڼه کي ویلي، چي دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د ازاد کشمیر په برناله سیمه کي کنټرول لاین ته نژدې سوي، چي په نتیجه کي یې لږ تر لږه ...

Read More »

د کندهار اوسېدونکي وايي، ولسمشرغني دي د دغه ولایت اساسي ستونزو ته پام وکړي

رپوټ: محمد یار مجروح د ولسمشر غني له راتګ سره په کندهار کي کلک امنیتي تدابیر نیولي سوي، د ښار مهم واټونه او جادې د تګ راتګ پر مخ تړل سوي، چي له امله یې د ښار اوسېدونکي له ستونزو سره  مخ سوي دي. د ښار په بېلابیلو برخو کي امنیتي ځواکونه ځای پرځای سوي دي او همدارنګه په ښار ...

Read More »

وسله والو طالبانو په جوزجان کي د ملي اردو ٤٢ سرتېري خوشي کړي دي

دغه او ګڼ شمېر نور سرتېري درې ورځې دمخه د دغه ولايت د قوش تپې ولسوالۍ د سقوط پر مهال وسله والو طالبانو ژوندي نيولي وه. د جوزجان امنيه قوماندان سمونيار عبدالواحد وجدان د چنګاښ پر ١٢مه وويل، چي خوشي سوي سرتېري برايي ماښام شبرغان ښار ته رسېدلي دي. هغه زياته کړه چي د ملي امنيت رياست، امنيې قوماندانۍ او ...

Read More »

مخکنی ولسمشر حامد کرزی وايي افغانستان د ترهګرۍ اصلي قرباني دئ

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چي افغانستان د ترهګرۍ اصلي قرباني هيواد دی، هغه ترهګري چي تل یې د امریکا متحده ایالتونو په مالي مرسته او مبهمو سیاستونو وده کړې ده. حامد کرزي دغه څرګندوني د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو خبرو په غبرګون کي کړي دي. ټرمپ له یوې امریکايي رسنۍ سره په ...

Read More »

د زلمي خلیلزاد او طالب استازو تر مینځ اووم پړاو خبري دوام لري

په دوحه کي د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ اووم پړاو خبري اتري نن د شپږمي ورځي له پاره دوام کوي. په قطر کي د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وویل، سره له دې چي په روانو مزاکراتو کي ځیني پرمختګونه لیدل کيږي، خو ځیني مسئلې پاته دي چي باید یوې نتیجې ...

Read More »

په کندهار کي تر یوه ځانمرګي برید وروسته نن د ولسمشر غني د لیدني پروګرام لغوه سو

برايي ماخستن د کندهار ښار په ۹ حوزه کي یوه ځانمرګي برید کوونکي موخي ته له رسېدو څخه وړاندي چاودنه کړې او یوازی برید کوونکی پکښې وژل سوی. پېښه تېر ماخستن د لويي ویالې په سیمه کي د پوليسو له یوې امنیتي پوستې سره نږدې را منځته سوې. د کندهار د پوليسو یوه ویاند څارمن قسیم ازاد وويل، چي برید ...

Read More »

ولسمشر محمد اشرف غني د احمدشاه بابا کور ته ورغلی

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهور رئیس محمد اشرف غني کندهار ته د خپل سفر په دوهمه ورځ سهار د ښار اولي ناحيې ته ولاړ او د احمد‌شاه بابا د کور په شمول یې د ۱۸ بابه استملاک سوو کورونو څخه لیدنه وکړه. د احمدشاه بابا د کور څخه د لیدني پر مهال د جمهور رئیس سره د کندهار والي ...

Read More »

په بغلان کي د پانګوني د راجذبولو له پاره غونډه جوړه سوه

رپوټ: نورګل اندړوال بغلان کي دپانګوني د راجذب کولو او دپانګوالو  د هڅوني له پاره په جوړه سوې غونډه کي مسئولینو پر دې ټینګار وکړ، چي موخه یې له دي غونډي څخه د خصوصي سکټور او پانګه والو هڅول دي، ترڅو په دې ولایت کي پانګونه وکړي . مسئولین وايي چي نا امني په دې ولایت کي د دې لامل ...

Read More »

افغان زده ‌کوونکي د ښوونکو له ‌خوا د ورېښتانو غچي کولو څخه خوندي سول

د افغانستان د پوهني وزارت وايي، د پوهني سرپرست وزیر میرویس بلخي د لارښووني له مخي، له دې وروسته هيڅ ښوونکی حق نه‌ لري چي د زده ‌کوونکو ورېښتان ور غچي کړي. د افغانستان د پوهني وزارت ویاندي نوریه نزهت رسنیو ته د دې اقدام په اړه وویل، چي ځکه دې کار جنجالونه راپورته کړي وه او یو شمېر زده ...

Read More »

د کابل پوهنتون دوه استادان د ملي امنیت له خوا نیول سوي

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت تائید کړې، چي د کابل پوهنتون دوه استادان د ملي امنیت له ‌خوا نیول سوي. د لوړو زده ‌کړو د وزارت ویاند فیصل امین پرون شپه رسنیو ته وویل، چي  دواړه استادان د پوهنتون څخه بهر نیول سوي دي. ده وویل، چي یوازي همدومره تائیدولی سو او خبر یو چي د ملي امنیت عمومي ...

Read More »