افغان زده ‌کوونکي د ښوونکو له ‌خوا د ورېښتانو غچي کولو څخه خوندي سول

د افغانستان د پوهني وزارت وايي، د پوهني سرپرست وزیر میرویس بلخي د لارښووني له مخي، له دې وروسته هيڅ ښوونکی حق نه‌ لري چي د زده ‌کوونکو ورېښتان ور غچي کړي.

د افغانستان د پوهني وزارت ویاندي نوریه نزهت رسنیو ته د دې اقدام په اړه وویل، چي ځکه دې کار جنجالونه راپورته کړي وه او یو شمېر زده ‌کوونکو فکر کاوه، چي دا مسئله یې سپکاوی دئ او هغوی ته یې له روحي او رواني پلوه زیان رساوه.

د افغانستان د پوهني په نظام کي له څو لسیزو راهيسي، د نظم، ډسپیلن او همدارنګه د پاکوالي په خاطر زده‌ کوونکي د لویو ورېښتانو له لرلو منعه کېدل، له همدې کبله په ښوونځیو کي ځینو ښوونکو د هغو زده ‌کوونکو چي لوی ورېښتان یې درلودل، ورېښتان ور غچي کول، تر څو کمولو ته يې مجبور سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...