د کابل پوهنتون دوه استادان د ملي امنیت له خوا نیول سوي

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت تائید کړې، چي د کابل پوهنتون دوه استادان د ملي امنیت له ‌خوا نیول سوي.

د لوړو زده ‌کړو د وزارت ویاند فیصل امین پرون شپه رسنیو ته وویل، چي  دواړه استادان د پوهنتون څخه بهر نیول سوي دي.
ده وویل، چي یوازي همدومره تائیدولی سو او خبر یو چي د ملي امنیت عمومي ریاست د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي دوه استادان له پوهنتونه دباندي نیولي دي.

د افغانستان د لوړو زده ‌کړو وزارت پردې دوو استادانو د لګېدلو تورونو په اړه جزئیات ور نه ‌کړل او نومونه یې هم یاد نه ‌کړل.

خو په افغانستان کي یو شمېر رسنیو راپور ورکړی، چي د مولوي معروف راسخ او عبدالظاهر داعي په نومونو د کابل پوهنتون دوه استادان په شرعیاتو پوهنځي د افراطیت د ترویج په تور نیول سوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست هم تر اوسه پر دې دوو تنو د لګېدلو تورونو په اړه جزئیات نه‌ دي څرګند کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...