رپوټ: مهتمم صالح
که څه هم په کندهار کي د ښاروالۍ کارونه ټکني سوي وه، خو اوس تازه د ښاروالۍ مسئولينو هيواد تلوېزیون ته ويلي، چي په يوه مياشت کي به د حبيبي واټ د سړک دوهمه برخه و رغول سي.
د کندهار ولايتي شورا مسئولينو مخکي شکايت کړی وو، چي د حبيبي واټ لومړۍ برخه رغول سوی سړک بې کيفيته دئ، خو د کندهار ښاروالۍ مرستيال محمدنسیم رضايي وايي، د سردار مدد خان چوک څخه تر شهيدانو څلور لاري د سړک پاته برخه به یې په ښه کيفیت جوړه سي.
رضايي زياتوي، د ياد سړک د پاته برخي کار د
ځينو شبکو د پیپونو او لینونو له امله ځنډېدلی وو، چي اوس يې کار شروع دئ او ژر به
و رغول سي.
رضايي وايي، کندهار ښاروالي هڅه کوي، چي په ښار کي ټول هغه سړکونه چي کنډ او کپر
سوي دي، پينه کاري کړي.
دی وايي، د مرکزي ادارې د مکتوب له مخي به ډېر ژر په ښار کي د څلورو لويو سړکونو د جوړېدو چاري پٍیل سي.
د رضايي په خبره، ياد سړکونه د بای پاس، ميربازار، میرویس مېني او حاجي عزيز سړکونه دي، چي لګښت يې نړیوال بانګ ورکوي.
بلخوا د کندهار ښار اوسېدونکي هم غوښتنه کوي، چي ياد سړکونه ژر جوړ سي، تر څو د خلګو ستونزي حل کړل سي.
دوی وايي، د حبيبي واټ سړک دي ژر جوړ او ګټي اخستني ته وړاندي سي.
له دې مخکي څو ځلي د کندهار د بای پاس سړک اوسېدونکو له ياد سړک څخه شکايت کوئ، چي ګواکي دوی يې د دوړو له امله په تنفسي ناروغیو اخته کړي او دغه راز وسايط يې هم ورخراب کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون