رپوټ: محمد یار مجروح
له پوهنتونه تازه فارغه سوي کسان وايي، چي اوس يې د عملي کارکولو برخه تر پخوا قوي سوې، وړتیا لري او کولای سي په ادارو کي په ښه ډول کار وکړي.
دوی له اړوند مسئولینو څخه غواړي تر څو په دولتي ادارو کي د کار زمینه ورته برابره کړي.
بلخوا د کندهار پوهنتون د کارموندني مرکز مسئولین وايي، چي په تېر یوه کال کي یې شاوخوا۰۰ ۱۵ پينځلس سوه محصلانو ته د ظرفیت لوړوني او د کار پيدا کولو مهارتونه ورزده کړي او همدارنګه ۰۰ ۱۱ یوولس سوه محصلین يې لنډمهاله او اوږدمهاله دندو ته معرفي کړيدي.
مسئولین له دولتي ادارو غواړي تر څو په خالي بستونو کي له پوهنتونه فارغه محصلین په دندو وګماري.
کندهار پوهنتون چي د افغانستان په کچه یو له لویو پوهنتونونو څخه شمېرل کیږي، شاوخوا لس زره محصلین پکښي د لیسانس ترکچي زده کړي کوي.
له دغه پوهنتون څخه سږ کال د ۸۰ تنه ښځینه وو په ګډون ۱۲۶۰ کسان فارغه سوي دي.
محصلان ډېر وخت په پوهنتون کي دعملي کار د نه موجودیت څخه شکایت کوي، چي له فراغت وروسته د کار پيدا کول خورا ورته سخت وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون