ولسمشر غني کندهار ته په راتګ سره بشپړي سوي پروژې پرانیستلې

ولسمشر غني کندهار د راتګ سره سم د بشپړو سوو پروژو د پرانیستني پر مهال د هوايي ډګر څخه بیا تر جمهوریت چوک پوري پراخه جاده د خپلواکۍ د اتل شهید ستر جنرال عبدالرازق په نوم تر نومولو وروسته پرانیستل.
دغه ۱۶،۴ کیلو متره اوږده او ۶۹،۲ متره پلنه جاده د دولت له پرمختایي بودجې څخه د ۲،۸ میلیارد افغانیو په لګښت جوړه سوې ده .
بلخوا ولسمشر په کندهار کي د یوې بلې لویي پروژې چي ۳۰ مېکاواټه سولريزي برېښنا ده پرانيستل او ګټي اخيستني ته یې وسپارل . 
د دې۳۰ میګاواټه برېښنا څخه د ۱۵ مېګاواټه سولريزي برېښنا پانګونه او مکملي چاري ۷۷ ترکی کمپنۍ سرته رسولي او د ۱۵ مېکاواټه نوري سولريزي برېښنا چاري د اينسټي هندۍ کمپنۍ مکملي کړي دي. 
دغه کمپنی به شاوخوا شل کاله دغه برېښنا پر برېښنا شرکت خرڅوي او تر شلو کالو وروسته به کمپنۍ مکملي چاري برېښنا شرکت ته سپاري.
د کندهار د والي دفتر رسنیو ته ويلي دي، چي ولسمشر غني به د کندهار په عینو مېنه کي د ۳۵۰ بستريز روغتون هم ګټي اخیستني ته وسپاري او تر څنګ به یې د کندهار له مشرانو، عالمانو، ځوانانو او ښځو سره جلا جلا لیدني هم ولري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...