د قطر بین الافغاني غونډي ته تر اوسه ګډونوال نه دي مشخص سوي

د قطر بین‌ الافغاني غونډي ته څلور ورځي پاته دي، خو تر اوسه یې ګډونوال نه‌ دي مشخص سوي.

د افغانستان حکومت هيڅ استازی نه وراستوي. یو شمېر نورو سیاستوالو هم هسي چي څرګندیږي ځانونه شاته کړي دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي رسنیو  ته وویل، چي حکومت د یوې داسي سولي غوښتونکی دئ، چي د ټولو افغانانو ګټي پکښي وساتل سي.

نوموړي وویل، د داسي غونډو له جوړېدو سره مخالفت نه ‌لري، خو د دې غونډي له پاره د ولسمشر د ویاند خوشبیني محتاطانه وه.

ټاکل سوې د قطر دا غونډه د برګهاف په نوم د یوه بنسټ له‌ خوا جوړه سي.

جرمني او قطر به په شریکه د دې غونډي کوربه‌توب کوي.

د افغانستان او پاکستان له پاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل دا غونډه سولي ته د رسېدو په خاطر د افغانستان له پاره یو مهم فرصت بللی دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...