دغه او ګڼ شمېر نور سرتېري درې ورځې دمخه د دغه ولايت د قوش تپې ولسوالۍ د سقوط پر مهال وسله والو طالبانو ژوندي نيولي وه.
د جوزجان امنيه قوماندان سمونيار عبدالواحد وجدان د چنګاښ پر ١٢مه وويل، چي خوشي سوي سرتېري برايي ماښام شبرغان ښار ته رسېدلي دي.
هغه زياته کړه چي د ملي امنيت رياست، امنيې قوماندانۍ او د ملي اردو کنډک په دې اړه پلټني پيل کړي دي.
وجدان وايي چي وسله والو طالبانو خوشي سوي سرتېري په ملکي لیني موټرونو کي شبرغان ښار ته لېږلي دي.
دغه راز امنيه قوماندان وويل چي د قوش تپې ولسوالۍ د سقوط پر مهال څلور لادرکه سوي پوليس هم شبرغان ته رسېدلي دي.
ده زياته کړه چي د ولسوالۍ د سقوط د لامل موندلو له پاره یې پلټني پيل کړي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ويلي چي په قوش تپه کي له نيول سوو لسګونو سرتېرو څخه يې پرون ٤٢ کسان خوشي کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون