د پاکستان تر ولکي لاندي کشمیر کي پر پاکستانیو پوځیانو بمي چاودنه سوې او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګي «ISPR» په یوې خپرې کړي خبرپاڼه کي ویلي، چي دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د ازاد کشمیر په برناله سیمه کي کنټرول لاین ته نژدې سوي، چي په نتیجه کي یې لږ تر لږه ۵ پوځيان وژل سوي او یو ټپي سوی دئ.
کنټرول لاین کشمیر پر دوو برخو کي وېشي، چي د یوې برخي انتظام د پاکستان او د بلي برخي انتظام د هندوستان په لاس کي دئ.
د پاکستان پوځ وايي چي د چاودني د څرنګوالي معلومولو له پاره یې تحقیقات پیل کړي، خو د دې ترڅنګ یې تور لګولی چي:”دا پېښه د هندوستان د ریاستي ترهګرۍ ثبوت او د دواړو هيوادونو ترمنځ د اوربند له معاهدې سرغړونه ده.”
د یادوني وړ ده چي هندوستان لا تردې دمه د پوځیانو د وژني له امله د پاکستان د تور په اړه څه نه دي ویلي او نه کومي وسله والي ډلي پر پاکستاني پوځیانو د دغه برید مسئولیت منلی.