د امریکا ولسمشر ایران ته خبرداری ورکړی چي له ګواښونو سره دي پام کوي

وروسته له هغه چي ایران وویل، ژر به له هغه په لوړه کچه د یورانیمو غني کول پیل کړي چي اجازه ورکول سوې، ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ چي دا ډول ګواښونه بیرته ایران ته صدمه رسولای سي.

ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ایران ته په خطاب پر خپل تویټر ولیکل چي له تهدیدونو سره پام کوئ.

د ټرمپ په وینا دا ګواښونه بيرته ایران ته داسی زیان رسولی سي، چي مخکي به څوک داسي نه وي زیانمن سوي.

ټرمپ دا خبرداری له هغه څو ساعتونه وروسته ورکوي چي د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل، هیواد به یې د جولای له اوومي نېټې د درې عشاریه ۶۷ څخه په لوړه کچه د یورانیمو غني کول زیات کړي.

دا هغه حد دئ چي د ایران له پاره په ۲۰۱۵میلادي کال کي لاسلیک سوي اټومي تړون ټاکلی دئ.

د نړۍ د پیاوړو هيوادونو د هغو غوښتنو خلاف چي له تهران یې د اټومي تړون عملي کول غوښتي، د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل:”موږ به دا تعهد یوې خوا ته کښيږدو او په هره اندازه چي موږ غواړو او اړتیا مو وي یورانیم به غني کړو.”

د ایران د دولتي رسنیو په وینا روحاني ویلي:”موږ به دا اندازه له درې عشاریه ۶۷ ته پورته کړو.”

د مې په میاشت کي حسن روحاني له ایران سره د اټومي تړون نورو لاسلیک کوونکو هيوادونو ته شپېته ورځي وخت ورکړی وو، چي د امریکا د اقتصادي بندیزونو څخه د ایران اقتصاد وژغوري، چي دا شپېته ورځي مهلت د جولای پر اوومه نېټه پوره کيږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...