راپورونه

د کندهار اوسیدونکي وايي، د سولي مشورتي جرګې ته دي د ملت حقیقي استازي وټاکل سي

راپور: محمد یار مجروح د سولي مشورتي جرګه به د ثور میاشتي پر اتمه نیټه په کابل کي جوړه سي چي د ټول افغانستان په کچه به پکښي د خلګو استازي ګډون ولري. د کندهار اوسېدونکي د سولي مشورتي جرګې مهمه بولي خو زیاتوي چي ګډونوال یې باید د ملت حقیقي استازي وي او د استعداد پر اساس وټاکل سي. ...

Read More »

د روزګان ـ کندهار پر لویه لار تیره شپه هوایي برید کي ۱۳ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

راپور: اجمل وصال تیره شپه د روزګان او کندهار د لویې لاري په سرخوبیط سیمه کي پر یوه هوټل هوایې برید سوی، چي پکښي نهه  مسافر هم وژل سوي دې. په سویل کي د بهرنیو ځواکونو او د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د مطبوعاتو مسوولینو رسنیو ته په لیږل سوي خبرپاڼه کې ویلي چي د تیرې شپي ...

Read More »

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسیدونکي د نوي ماسټر پلان له تطبیق څخه راضي نه دي

راپور: محمد یار مجروح د کندهار د بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي د نوي ماسټر پلان له تطبیق څخه راضي ندي او وايي که ماسټر پلان تطبیق سي، تجارتي مارکېټونه به يې ونړیږي او په زیات شمېر کسان به بیکاره سي. په افغانستان کي د نوي ماسټر پلان تطبیق د حکومت لپاره په یوه لویه او جدي ستونزه اوښتی دی. د بولدک ...

Read More »

په کندهار کي د کرکيټ د لوبغاړو لپاره د يو مجهز میلمستون د جوړیدو د بنسټ ډبره کښېښودل سوه

راپور: مهتمم صالح د افغانستان د کرکيټ بورډ رئیس وايي، دغه مېلمستون د هند هيواد په مالي مرسته په ۱۶ مياشتو کي جوړيږي. په کندهار کي د کرکيټ د لوبغالي لپاره د يو مجهز مېلمستون د جوړېدو د بنسټ ډبره کښېښول سوه. د افغانستان د کرکيټ بورډ عمومي رئیس عزيزالله فضلي وايي، دغه مېلمستون د ۳۵۰ زره امريکايي ډالرو په ...

Read More »

د روغتیا مسؤلین وايي، په نوي کال کي د پولیو پروګرام د یوې خاصي ستراتیژۍ له لاري تطبیق کیږي

راپور: محمد یار مجروح نن په ټول هیواد کي د نوي کال د پولیو ناروغي په ضد لومړی کمپاین پيل سو چي یوازي د دوو ولایتونو کوچنیانو ته به د زیاتو واورو او یخنۍ له کبله پولیو واکسین ونه رسیږي. د روغتیا مسؤلین وايي، د پولیو په ضد سږني کمپاینونه د یوې خاصي ستراتیژۍ له لاري تطبیق کیږي چي مثبت ...

Read More »

د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ په هرات ولایت کي نندارتون په لار واچول سو

راپور: غلام فاروق رسولي د ۱۳۹۸ کال د پیل سره سم، د هیواد د امنیتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفو ډلو ترمنځ د سولي د خبرو ترڅنګ د تازه جګړې فصل پیل سوی دی. خو دلته په هرات ولایت کي، ولس د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه د سړک پر سر نندارتون په لار اچولی دی ...

Read More »

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د سولي تر نامه لاندي د نيالګيو د ايښولو کمپاين پيل سو

راپور: مهتمم صالح د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په د ستګري دارالحفاظ او اسلامي علومو مدرسه کي د پنجوايي د ځوانانو شورا او یوې مدني ټولني لخوا د سولي تر نامه لاندي د نيالګیو ايښولو کمپاين پيل سو. د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي وايي، ځوانان دي دغه ډول پروګرامونو ته پاملرنه ډیره کړي، ځکه د ځوانانو رول ...

Read More »

په کندهار کي د خاوري او اوبو لوی لابراتوار پرانیستل سو

راپور: محمد یار مجروح افغانستان د کرنیزو څيړنو عمومي رئيسه نجیبې عطايي د دوشنبي په ورځ د دغه لابراتوار د پرانستي پر مهال وویل، په کندهار کي مخکي هم د وزارت له خوا څیړنیز فارم فعال وو چي ډيری بزګرانو ترې استفاده کول خو له دې لابراتوار سره به د ټولو کروندګرو ستونزي حل سي او دوی به وکولای سي ...

Read More »

ولايتي شورا وايي، د لوړو زدوه کړو خصوصي موسیسي دي خپلي ستونزي له مرکزي ادارې سره ژر تر ژره حل کړي

وروسته له هغه چي د لوړو زده کړو وزارت په هیواد کي پر یو شمېر خصوصي موسیسو د طب پوهنځی د کانکور ازمویني دبندیز اعلان وکړ دکندهار ولایتي شورا وايي، د لوړو زده کړو موسیسې دي ژر تر ژره یاده ستونزه حل کړي او یادي هم د لوړو زده کړو معیارونه پوره کړي تر څو نوي محصلین شامل کړي. شاوخوا ...

Read More »

په کندهار کي د نشه يې توکو سره په مبارزه کي د رسنیو د ونډي تر عنوان لاندي یو ورځنی کنفرانس جوړ سو

چارواکو په دې کنفرانس کي وويل چي کندهار کي د کوکنارو د بدیل لپاره زعفران، پیسته او هینجه ښه زراعتي بدیلونه دي. دوی پر کروندګرو ږغ وکړ چي له کوکنارو لاس واخلي او حلال کښت وکري. د کندهار والي حیات الله حیات دې کنفرانس ته وويل چې د زراعتي محصولاتو د خوندي ساتلو لپاره به په کندهار کې د شنو ...

Read More »