راپور: محمد یار مجروح
نن په ټول هیواد کي د نوي کال د پولیو ناروغي په ضد لومړی کمپاین پيل سو چي یوازي د دوو ولایتونو کوچنیانو ته به د زیاتو واورو او یخنۍ له کبله پولیو واکسین ونه رسیږي.
د روغتیا مسؤلین وايي، د پولیو په ضد سږني کمپاینونه د یوې خاصي ستراتیژۍ له لاري تطبیق کیږي چي مثبت آغیز به یې ډېر وي.
د کندهار د روغتیا سرپرست رئيس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي، سږ کال به د پولیو پروګرام له لاري په دغه ولایت کي شل روغتیايي مرکزونه جوړ سي او همدارنګه به تر دوه میلیونه ډالرو پوري د لويي والې په سیمه کي د پاکو اوبو پروژې هم عملي سي.
دده په خبره په روان کمپاین کي به د کندهار په کچه ۵۶۷ زره کوچنیانو ته د پولیو ضد واکسین تر څنګ ویټامین اې کپسول هم ورکول سي.
د پولیو ضد واکسین اوس مهال د کندهار په لسو ولسوالیو کي کور پر کور او په پآته اوو ولسوالیو کي کلي پر کلي تطبیق کیږي.
د ولسوالیو اوسېدونکي وايي،د هغه کورنیو شمېر هم کم سوی چي تر دې مخکي به یې خپلو اولادونو ته د پولیو واکسین د ورکولو مخه نیول.
د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخي تېر کال د پولیو ناروغي د ۲۱ مثبتو پيښو څخه ۱۵ يې په سویل زون کي ثبت سوي دي.
د روان کال د پيل راهیسي په ټول هیواد کي د پولیو درې مثبتي پيښي ثبت سوي دي چي دوې يې په کندهار او یوه یې په ارزګان ولایت کي ثبت سوې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون